معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ګوتریش نړیوالې ټولنې ته: افغانستان ته د نغدو پیسو د ورکړې شرایط برابر کړئ

ګوتریش نړیوالې ټولنې ته: افغانستان ته د نغدو پیسو د ورکړې شرایط برابر کړئ

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غوايي یا ثور ۷مه او د اپرېل میاشتې ۲۷مه نېټه ده) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پیسو د ورکولو شرایط برابر کړي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ (د اپرېل پر ۲۷مه) مسکو ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې د امریکا د مالیې وزارت او د افغانستان بانک سره په ګډه کار کوي څو د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت ناورین زېږوونکی وباله.
هغه خبرداری ورکړ: ” د افغانستان لپاره د نغدو پیسو او مالي ملاتړ په نشتوالي کې، د اقتصادي رکود پایلې به د دې هیواد د خلکو لپاره ویجاړونکي وي. له همدې امله موږ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان اقتصاد ته د نغدو پیسو د داخلولو لپاره شرایط رامنځته کړي. موږ دا کار وکړ او ملګرو ملتونو افغانستان ته نغدې پیسې واستولې “.
ګوتریش زیاته کړه چې دغه سازمان تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره نغدي مرسته افغانستان ته لېږدولې ده.
هغه ویلي په نړیوال بانک ټینګار کوي څو هغه پیسې چې مخکې یې افغانستان ته ورکولې، بېرته برابرې کړي.
پر افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته د دغه هېواد اقتصاد تر پخوا ډېر زیانمن شو، امریکا هم د افغانستان نژدې ۹ نیم میلیارده شخصي پانګه کنګل کړې ده.
له بل پلوه نړیوال بانک هم د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق پروګرامونه ځنډولي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس