معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په ختیځ زون کې خپل فعالیتونه پراخوي

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په ختیځ زون کې خپل فعالیتونه پراخوي

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې یوه پلاوي د هېواد د ختیځ زون په څلورو ولایتونو کې د خپلو فعالیتونو او خدمتونو د ګړندي کولو په موخه، دغو څلورو ولایتونو ته سفر وکړ او په اړونده ولایتونو کې یې د اطلاعاتو او کلتور له رئیسانو او اړونده چارواکو سره وکتل.
ياد پلاوی چې د ګهیځ ټولنې رئیس سردارمحمد دیندار خېل او د یادې ټولنې د اړیکو مسؤول احمد ضیاء رحیمزی پکې وو، په لومړي سر کې یې په لغمان ولایت کې ددغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي اورنګ صمیم او د یاد ولایت د اطلاعاتو آمر ښاغلي عتیق الله قریشی سره وکتل، د ګهیځ ټولنې د فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړل او د هېواد د ختیځ زون په څلورو ولایتونو کې یې د ګهیځ ټولنې د فعالیتونو او ددې زون ژورنالیستانو ته د هغوی د ظرفیت لوړونې په موخه د لا زیاتو خدمتونو وړاندې کولو په اړه ورسره خبرې وکړې.
همدارنګه په ننګرهار ولایت کې د ګهیځ ټولنې پلاوي د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس ښاغلي رحیم الله خوګیاڼي، ددې ولایت د اطلاعاتو آمر ښاغلي شېر شاه همدرد او د فرهنګ آمر ښاغلي امر الله امید سره وکتل او د ګهیځ ټولنې د فعالیتونو په اړه یې ورته معلومات ورکړل. په مقابل کې د ننګرهار ولایت د اطلاعات او کلتور رئیس ښاغلي خوګیاڼي د ګهیځ ټولنې د تر سره شویو فعالیتونو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې په ننګرهار ولایت کې به د هر فرهنګي او ژورنالیستیکي فعالیت سره مرسته وکړي تر څو دلته د مېشتو ژورنالیستانو او خبریالانو مسلکي سطحه پیاوړي شي.
تر ننګرهار وروسته د ګهیځ ټولنې پلاوي د ختیځ د ستر نابغه سید جمال الدین افغان ټاټوبي ته هم سفر وکړ او هلته یې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئیس ښاغلي جنت ګل فدا او د اطلاعاتو آمر ښاغلي حشمت الله ژمن سره لیدنه وکړه.
پدې لیدنه کې هم د معمول مطابق د ګهیځ ټولنې پلاوي د یادې ټولنې کړنې او فعالیتونه دغو چارواکو ته شرحه کړل او په کونړ ولایت کې یې د ګهیځ ټولنې د هلو ځلو او فعالیتونو د پراختیا په هکله خپل پروګرام ورته تشریح کړ، په مقابل کې د کونړ ولایت دغه چارواکو، په داسې حال کې چې د ګهیځ ټولنې د فعالیتونو ستاینه یې وکړه، په کونړ ولایت کې د یادې ټولنې د فعالیتونو له غزیدا سره نه یوازې موافقه وکړه او ژمنه یې وکړه چې پدې لار کې به له ګهیځ ټولنې سره له همکارۍ ډډه نه کوي.
همدارنګه تر کونړ ولایت وروسته د ګهیځ ټولنې پلاوي د نورستان ولایت مرکز پارون ښار ته هم سفر وکړ او هلته يې هم د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور له رئيس ښاغلي فضل الحق خالقیار او ددې ریاست اړوند د ځوانانو چارو له آمر ښاغلي صبغت الله جنا، سره وکتل او د ګهیځ ټولنې د فعالیتونو او موخو په اړه یې ورسره خبرې وکړې او په ترڅ کې یې د نورستان ولایت ته د ګهیځ ټولنې له خوا د ژورنالیستیکي فعالیتونو د غزېدو په اړه یې خپل پلان ورسره شریک کړ. په مقابل کې د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د ځوانانو چارو آمر د ګهیځ ټولنې له فعالیتونو خوښې وښوده او هغه یې وستایل.
پدې ناسته کې د نورستان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي خالقیار په نورستان ولایت کې د ګهیځ ټولنې له فعالیتونو سره همغږي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې په یاد ولایت کې به د ګهیځ ټولنې له هر ډول رسنیز او ژورنالیستیک فعالیت سره د دوی له خوا لازمه همکاري وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس