معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کابل ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو_ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیالې راتګ؛ د رییس الوزراء سره یې لیدلي

کابل ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو_ملتونو عالي کمېشنرۍ مرستیالې راتګ؛ د رییس الوزراء سره یې لیدلي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۲۵مه او د جون میاشتې ۱۵مه نېټه ده) د رییس‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو_ملتونو عالي کمېشنرۍ له مرستیالې کیلي کلیمینټس سره په لیدنه کې ویلي، اوس د تېر په پرتله د کډوالو بېرته راستنېدو ته ښه زمینه برابره ده او په رڼه توګه مرستې ور رسېږي.
دا راپور ملي راډیو ټلویزیون د رییس الوزراء د سیاسي مرستیال د دفتر په حواله خپور کړی.
مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې افغانستان کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په شمول د ټول افغان ولس بشري حقونه خوندي دي.
د مېرمن کیلي په وینا؛ افغانستان رو ته لومړیتوب لري او ژمن دي، چې له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس