معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / چین کې د سیمې هېوادونو غونډه؛ پاکستان، چین او افغانستان درې اړخیزه ناسته کړې

چین کې د سیمې هېوادونو غونډه؛ پاکستان، چین او افغانستان درې اړخیزه ناسته کړې

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وري ۱۰مه او د مارچ ۳۰مه نېټه ده) دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د رامنځ ته شویو بدلونونو وروسته د دغه هېواد، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران درې اړخیزه ناسته کوي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وايي، په نننۍ درې اړخیزه ناسته کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، لېواله دی چې درې اړخیزه ناسته بیا ژوندۍ شي.
هغه پر خپل ټویټر لیکلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ او د سیمې تر منځ اقتصادي اتصال ملاتړ یې وکړ.
ښاغلي قریشي څرګنده کړې، چې پاکستان به د چین په مرسته د افغانستان په ملاتړ ګډې هڅې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر بیا وویل، چې افغانستان د چین له لارې او کمربند له سترې پروژې ملاتړ کوي.
دی وايي، هېواد یې لېواله دی چې د دې پروژې له لارې افغانستان په سیمه ییز اتصال کې ګټور رول ولوبوي.
نن په چین کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونه غونډه وه، چې له افغان لوري هم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی دې غونډه کې ګډونوال و او د وانګ یې له خوا په رسمي ډول ور بلل شوی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس