معماری
خانه / ګهیځ نیوز / پوهنې وزارت: په تعلمي نصاب کې ستونزې د نجونو د ښوونځیو د نه پرانستل کېدو لامل دی

پوهنې وزارت: په تعلمي نصاب کې ستونزې د نجونو د ښوونځیو د نه پرانستل کېدو لامل دی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د زمري/اسد ۱۷مه او د اګسټ میاشتې ۸مه نېټه ده) د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې په تعلیمي نصاب کې د ستونزو له کبله د نجونو ښوونځیو په پرانیستو کې ځنډ راغلی دی.
د پوهنې وزارت مرستیال سیداحمد شهیدخېل وايي، چې په تعلیمي نصاب کې د شته ستونزو او د دغو ستونزو تر هوارېدو به د نجونو ښوونځي تړلي پاتې وي خو په خبره یې ا.ا پرته له فشار څخه د نجونو ښوونځیو پرانیستو ته ژمن دی.
هغه ویلي: «مونږ ته وخت راکړئ ښوونځي به هرومرو پرانستل کېږی».
شهید خېل ډاډ ورکړ، چې ا.ا به حتما یوه ورځ د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي. دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني د شپېګل مجلې سره په مرکه کې ویلي وو، چې د نجونو ښوونځي د پاکستان په امر تړل شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس