معماری
خانه / ګهیځ نیوز / پوهنې وزارت وايي د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره ناستې دوام لري

پوهنې وزارت وايي د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره ناستې دوام لري

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولي ۸مه او د مۍ میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ د پوهنې وزارت خبر ورکوي چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره ناستې دوام لري.
د یاد وزارت ویاند عزیز احمد ریان له فارس اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د نجونو د ټولو ښوونځیو د پرانیسلو لپاره ناستې دوام لري او ا.ا هڅه کوي چې په لرې پرتو سیمو کې هم دیني مدرسې جوړې کړي څو هیڅ افغان ماشوم له زده کړو محروم نه شي.
د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو مخکې په افغانستان کې ۳.۵ میلیون افغان ماشومان له زده کړو بې برخې وو خو د ا.ا تر واکمنۍ وروسته له زده کړو د بې برخې ماشومانو د شمېر په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس