ګهیځ: نن چهار شنبه (د لیندۍ ۱۷مه) په پکتیکا د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي، په دې ولایت کې یې د مرمرو قیمتي ډبرو کان پیدا کړی دی.
د پکتیکا ولایت د کانونو او پترولیم رییس مولوي نظر ګل صياد ويلي، له څو ورځو راهيسي يې د مسلکي کسانو پر مټ سروې ترسره کړه، چې په پایله کې يې د دې ولايت د مرکز ښرنې اړوند «سپین څک» سیمه کې د قيمتي ډبرو يو کان وموند.
دا خبر د یاد ولایت مقام پر خپل ټویټر پاڼه هم خپور کړی او د مرمرو د کان موندل یې باوري کړي دي.
هغه زياته کړه، چې د دې سربېره په ياده سيمه کې د ډبرو سکارو د کان استخراج هم پيل شوی دی.
![](https://www.gaheez.af/wp-content/uploads/2021/12/photo_2021-12-08_03-23-23-660x330.jpg)