معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / په نړیوال بانک کې د افغانستان کنګل پانګه؛ مرسته کوونکو یې د ۲۸۰ میلیونه ډالرو د ازادېدو پرېکړه تایید کړې

په نړیوال بانک کې د افغانستان کنګل پانګه؛ مرسته کوونکو یې د ۲۸۰ میلیونه ډالرو د ازادېدو پرېکړه تایید کړې

ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۲۰مه) نړیوال بانک خبر ورکوي چې مرسته کوونکو هېوادونو تایید کړې، چې د افغانستان له کنګل شوې پانګې دې ۲۸۰ میلیونه ډالر افغانستان ته ولېږدول شي.
دغه بانک ویلي چې دا پیسې به افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوه مرسته کوونکو ادارو ته ورکول کېږي څو د بشري ناورین سره مبارزه وشي.
یاد ۲۸۰ میلیونه ډالر د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندق د کنګل شویو پیسو له ډلې دي چې د نړیوال بانک په خبره د همدې روان زیږدیز کال تر پایه، به افغانستان ته ورسیږي.
د یادولو وړ ده چې، د ازادو شویو پیسو له ډلې ۱۸۰ میلیونه ډالر د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږي چې د خوړو پر خوندیتوب او د خوارځواکۍ پر مخنیوي یې ولګوي.
پاتې سل ۱۰۰ میلیونه ډالره نورې پیسې د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرسته کوونکي مالي صندق ته ورکول کېږي چې اساسي روغتیایي خدمتونه پرې برابر کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس