معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ؛ ځانګړې کمېټې اسحاقزي ته ورکړه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ؛ ځانګړې کمېټې اسحاقزي ته ورکړه

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۱۶مه) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د افغانستان څوکۍ په اړه د ځانګړې کومېټې پرېکړه تصویب کړه، چې له مخې یې دغه څوکۍ غلام اسحاقزي ته پاتې شوه.
غلام اسحاقزی په ملګرو ملتونو کې د تېر افغان حکومت دایمي استازی و، چې د یاد سازمان ځانګړی کمېټې یې پر خپل ځای د پاتې کېدو پرېکړه کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ په خپله رسمي ټویټر پاڼه کې ویلي: ”د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د باور اسناد ورکولو کمېټې له لوري د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۷۶ دورې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت استازي ته د باور ورکړل شوی لیک منلی دی”.
واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، طالبانو خپل غړی سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه معرفي کړ.
خو د ملګرو ملتونو ځانګړې کومېټې تېره چارشنبه پرېکړه وکړه چې په عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره اسلامي امارت ته نه ورکول کېږي.
په دې ځانګړې کومېټه کې د امریکا، روسیې، چین،‌ سویډڼ، بهاماس، بوټان، چیلي، نمیبا او سیري لیون هېوادونو استازي شامل دي.
اسلامي امارت د ملګر ملتونو سازمان دې تازه اقدام ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو سهیل شاهین تېره چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو، چې د افغانستان خلک حق لري چې یو خپلواکه هېواد ولري او د دې لپاره یې څو لسیزې مبارزه کړې.
نوموړي دا هم لیکلي، پکار نه ده چې افغانانو باندې بندیزونه ولګول شي او په ملګرو ملتونو کې له خپلې څوکۍ بې برخې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس