معماری
خانه / ګهیځ نیوز / پاکستان ته د پر مختللي رادار د قاچاق مخه نیول شوې

پاکستان ته د پر مختللي رادار د قاچاق مخه نیول شوې

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د ثور یا غوايي لومړۍ او د اپرېل میاشتې ۲۱مه نېټه ده) د افغانستان د اسلامي امارت استخبارات وايي، چې امنیتي ځواکونو یې پاکستان ته د پرمختللي رادار سیستم د قاچاق مخه نیولې ده.
د کونړ ولایت د د استخباراتو ريیس تېره ورځ خبریالانو ته وویل، دا رادار د نړیوالو ځواکونو له لوري د غره پر یوه څوکه د افغان ځواکونو په یوه پوځي اډه کې نصب شوی و.
ده همداراز ویلي، چې امنیتي ځواکونو یې له تېرو څو ورځو راهیسې په کونړ کې د پلټنې عملیات کړي او په لړ کې یې راز راز وسلې نیولي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس