معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / نوی افغان حکومت د ډیورنډ فرضي کرښه نه مني

نوی افغان حکومت د ډیورنډ فرضي کرښه نه مني

ګهیځ: نن چهار شنبه (د مرغومي ۲۲مه) ډيپلوماټ ورځپاڼې په یوه تحلیل کې لیکلي دي، د افغانستان د تېرو حکومتونو په څېر د دغه هېواد نوی حکومت هم د ډيورنډ فرضي کرښې له منلو ډډه کوي چې دا مسئله به د پاکستان اندېښنې لا پسې ډېرې کړي.
سرچینه کاږي د فرضي کرښې دواړو لورو ته پراته قومونه به هم د دغه داعیې په ملاتړ را پاڅې او تر څنګ یې پاکستاني طالبان چې له افغان لوري سره خواخوږي لري کولی شي پاکستان ته په ستر درد سر بدل شي.
ډيپلوماټ دغه راز وایي افغان لوري په وروستي اقدام کې د پاکستان اغزن سیم ټول کړی او په دوو جلا برخو کې تاوتریخوالی هم رامنځ ته شوی دی.
دا تحلیلونه داسې مهال کېږي چې د افغانستان نوي حکومت د هېواد له خاورې د ساتنې ژمنه کړې ده او زیاتوي هېچا ته حق نه ورکوي چې پر افغانانو خپلې پرېکړې وتپي او یا د ولسونو غوښتنې پر خلاف ګام اوچت کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس