معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ناروې: نړۍ دې په اوسنیو سختو شرایطو کې افغانان یوازې نه پرېږدي

ناروې: نړۍ دې په اوسنیو سختو شرایطو کې افغانان یوازې نه پرېږدي

ناروې د نړۍ پر شتمنو هېوادونو غږ کړی دی چې د نقدي مرستو په برابرولو سره دې په روانو سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې هنیکن هیوتفلت ویلي، دوی له اړمنو افغانانو سره ۲۳ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده او چمتو دي چې د راتلونکي ژمي تر را رسېدو مخکې یې دغه هېواد ته ورکړي.  نوموړې ویلي چې دا نقدي مرسته به پر اړمنو افغانانو ووېشل شي څو راتلونکی سخت ژمی تر یوه بریده په اسانۍ تېر کړي.

هغې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه دې هم په اوسنیو سختو شرایطو کې افغانان یوازې نه پرېږدي او ژر تر ژره دې له دغو جګړه ځپلو وګړو ته دې د مرستې لاس ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالو بنسټونو په وار وار سږنی ژمی د افغانانو لپاره سخت اټکل کړی او وايي چې که مرسته ورسره ونشي، بشري ناورین به رامنځ ته شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس