معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو ۱۱ زره افغان بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل

ملګرو ملتونو ۱۱ زره افغان بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مرسته پر ۱۱ زره بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه)  په یوه خبرپاڼه کې ویلي پر دغو بزګرانو ۵۵۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د بزګرانو او مالدارانو د کروندو او معیشت پر ژغورل کېدو ټینګار کړی و.

دغې ادارې ویلي وو چې وچکالیو دغه دواړه سکټورونه اغېزمن کړي دي.

تر دې وړاندې د کندز ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې له دست بدست موسسې لخوا بزګرانو باندې د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي و، چې هر بزګر ته یې ۵۰ کیلو ګرامه غنم ورکول.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس