معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / متقي له راغلو سیاستوالو سره په لیدنه کې؛ په هېواد کې ازاد او د عزت ژوند تېرول د ټولو حق دی

متقي له راغلو سیاستوالو سره په لیدنه کې؛ په هېواد کې ازاد او د عزت ژوند تېرول د ټولو حق دی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه(د غبرګولي یا جوزا ۳۱مه او د جون میاشتې ۲۱مه نېټه ده) د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي هېواد ته د یو شمېر راستانه شویو افغان شخصیتونو سره کتلي دي.
له دغه وزارته په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې امیرخان متقي په دې لیدنه کې ویلي، د خوښۍ ځای دی، چې په هېواد کې د افغانانو خود مختاره حکومت دی او هر څوک حق لري، چې ازاد او د عزت ژوند وکړي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې اوس د دې وخت دی، چې ټول افغانان د نظام او د هېواد جوړولو لپاره لاسونه سره ورکړي.
امیر خان متقي ویلي، د ا.ا مشرتابه اړیکو کمېسیون ته لارښوونه کړې، چې هېواد ته د راغوښتونکو کسانو امنیت ته پاملرنه وکړي او خپلې ژمنې ورسره عملي کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس