معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / متقي: امریکا دې د افغانستان کنګل شوې پیسې خوشې کړي

متقي: امریکا دې د افغانستان کنګل شوې پیسې خوشې کړي

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د امریکا له کانګرسه په یوه سرخلاصي لیک کې د کنګل شویو پیسو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

دغه لیک چې د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی، د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت ته په اشارې ویل شوي چې که وضعیت همداسې دوام ومومي، د پراخې کډوالۍ لامل به شي.

لیک کې ویل شوي، د افغانستان بانک پر زېرمو د امریکا له خوا بندیزونه د طالبانو د تمې خلاف او د دوحې د هوکړې سره په ټکر کې دي.

بلخي د لیک په یوه څنډه کې کانګرس ته په خطاب کې وایي چې دوی په زور نه، بلکې د خلکو په غوښتنه کابل ته راغلي: “د افغانستان اسلامي امارت د خلکو په ځانګړي توګه د کابل د اوسېدونکو په غوښتنه کابل ته ننوتل، دا د دې لپاره چې د ګډوډۍ مخه ونیسي او د قدرت هغه تشه ډکه کړي چې د پخوانۍ ادارې د مشر د بې مسولیته تیښتې له کبله رامنځته شوې وه.”

د اسلامي امارت چارواکي وایي، سره له دې چې افغانستان کې فضا جګړه ییزه وه، خو دوی له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې د امریکا له درې ادارو سره خبرې کړي دي.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس