معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / متقي: امریکا به ګام په ګام د افغانستان په اړه خپله سټراټېژي بدله کړي

متقي: امریکا به ګام په ګام د افغانستان په اړه خپله سټراټېژي بدله کړي

ګهیځ: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي له اسوشییټید پرېس خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې اسلامي امارت د نړۍ له هېوادونو او په ځانګړې توګه له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه ټینګار کړی چې امریکا به ورو ورو د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي. اسوشیټیډ پریس له امیرخان متقي سره دغه مرکه نن دوشنبه (د لیندۍ په ۲۲ مه) مرکه خپره کړې ده.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې امریکا باید د افغانستان کنګل شوې ملي پانګه ازاده کړې، ځکه چې د ده په خبره، د دوی تر واک لاندې په خپلو پښو ولاړ افغانستان د امریکا په ګټه هم دی.
نوموړي دغه راز حکومتولۍ ته په اشارې ویلي چې طالبانو تغیر کړی دی او د هرې ورځې په تېرېدو پرمختګونه محسوسېږي.
متقي امریکایانو ته په خطاب کې ویلي چې دوی ستر ملت دی او باید په هغه کچه صبر او زړه هم ولري څو جرات وکړي چې د افغانستان په اړه خپل سیاستونه د نړیوالو نورمونو په رڼا کې وضع کړي، له ټکرونو لاس په سر شي او له افغانستان سره ښې اړیکې ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس