معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / مالي خان: په ټول ځواک له خبریالانو ملاتړ کوو

مالي خان: په ټول ځواک له خبریالانو ملاتړ کوو

د لوګر والي حاجي مالي خان وایي، رسنۍ چې د حکومت او ملت تر منځ د پُل حیثیت لري، دوی یې په هره برخه کې بشپړ ملاتړ کوي.

سې شنبه (د لړم ۲۵مه) د لوګر د خپلواکو خبریالانو ټولنې او د باران میډیا ګروپ غړو د لوګر لپاره د نوي حکومت له والي حاجي مالي خان سره کتلي او د رسنیو پر فعالیت او د خبریالانو د خوندیتوب او ستونزو په اړه یې ور سره خبرې کړي دي.

د باران میډیا ګروپ مشر مطیع الله سرور په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی د خپل مسلک له لارې د هېواد او بادۍ په برخه کې له دولت سره بشپړې همکارۍ ته ژمن دي خو اسلامي امارت دې د دوی ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړه: ” رسنۍ د ولس سر او سترګې دي. مونږ به د هیواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره له تاسې سره یو ځای همکار پاتې شو. د ولس ستونزې به تر تاسې او ستاسو پیغام به تر ولسه رسوو”.

سرور ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت دې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیاوې راولي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر ټول افغانستان د اسلامي امارت تر ولکې وروسته رسنۍ او خبریالان اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې له ستونزو کړېږي خو والي مالي خان وايي، چې دوی به په خپل ټول ځواک له رسنیو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه ” د ا.ا.ا. د رسنیو مخالف نه دی، هغه څه چې اړین دي او د ولس په ګټه دي باید انعکاس ورکړل شي. مونږ له تاسو غواړو، چې اسلامي او ملي ګټو ته ژمن پاتې شئ او خپلو دندو ته د ولس لپاره په آزاده او خپلواکه توګه دوام ورکړئ”.

د یادولو وړ ده چې د لوګر والي او د دغه ولایت د خپلواکو خبریالانو ټولنه د خبریالانو پر ستونزو، مصؤنیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي او پر نورو اړینو موضوعاتو د بحث لپاره د ورته ناستو پر جوړولو هوکړه وکړه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس