غزه کې تر نیمایی زیاتې ودانۍ ویجاړې شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۶سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سـټلایټ مرکز (UNOSAT) لخوا د دوشنبې په ورځ د وروستیو خپاره شویو معلوماتو له مخې، د تېرې اکتوبر میاشتې راهیسې کله چې اسراییلی اشغالګرو پر غزې بریدونه پیل کړی، تر ننه د غزې په تړانګه کې له نیمایی څخه ډېرې ودانۍ بیخی ویجاړې او یا هم جدی زیانمنې شوې دی.

د (UNOSAT) له لوری سپوږمکۍ څخه د اخیستل شویو عکسونو پر بنسټ چې تېره میاشت اخیستل شوی، په ډاګه کوی چې د جګړې له پیل څخه ترننه په غزه کې له ۱۳۷ زرو څخه زیاتې ودانۍ زیانمنې شوې دی.

یاد مرکز ویلی، په غزه کې څه باندې ۱۶ زره ودانۍ سختې زیانمنې شوې او ۴۷ زره ۳۶۸ په منځنۍ توګه اغېزمنې شوې دی.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په غزه کې له نږدې ۱۳۷زره ۲۹۷ ودانیو، شاوخوا ۵۵ سلنه اغېزمنې شوې دی.

دوی دغه راز زیاته کړې، د غزې په مرکزی برخه کې د البلاح او په شمال کې د غزې ښار د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د می تر درېیمې پورې تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.

یادې ادارې ټینګار کړی، چې موندنې لاهم د لومړنی تحلیل برخه وه، کوم چې لا تر اوسه په ساحه کې تایید شوې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.