معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سوېډن کې د قران سوزېدو ته د ا.ا.ا غبرګون؛ عاملانو ته دې سخته سزا ورکړل شي

سوېډن کې د قران سوزېدو ته د ا.ا.ا غبرګون؛ عاملانو ته دې سخته سزا ورکړل شي

ګهيځ نیوز: نن سې شنبه (د وري ۳۰مه او د اپرېل ۱۹مه نېټه ده) اسلامي امارت د سوېډن په لینکوپینګ ښار کې د قران کریم د نسخې سوزولو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا د اسلام ضد چاره ده او دوی یې په کلکو ټکو غندي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د سوېډن له دولت غوښتي چې د پېښې عاملانو ته سخته سزا ورکړي.
خبرپاڼه همدا شان وايي چې یاد هېواد دې د ټولو هغو پېښو مخه ونیسي چې له امله یې د اسلامي شعایرو ته سپکاوی کېږي.
بیان زیاتوي که ورته افراطي کارونه دوام ومومي، له امله به یې د نړۍ په لر او بر کې د مسلمانانو احساسات را وپارېږي، چې د ټولې نړۍ لپاره به بدې پایلې ولري.
افغان حکومت په ټینګار ویلي دا د سوېډني دولت کار دی، چې په خپل هېواد کې د ورته شریرو کارونو مخنیوی وکړي.
په ډېرې عربي او نورو اسلامي هېوادونو کې په سوېډن کې د اسلامي شعایرو د سپکاوي دغې چارې پر ضد اعتراضونه راپورته شوي او خبر ورکوي چې ورته عملونه دې بند شي که نه بدې پایلې لرلی شي.
وړمه ورځ د سوېډن په لینکوپینګ ښار کې یوې ډلې د قرآن کریم یو نسخې ته اور ورته کړی و او د قرآن سپکاوی یې کړی و.
تر د وړاندې هم په سوېډن کې ورته پېښه شوې وه او په فرانسه کې د محمد صلی الله علیه وسلم د شان سپکاوی شوی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس