معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوداګرۍ وزارت مېرمنو ته د اسلامي اصولو په پام کې نیولو سره د سوداګرۍ اجازه ورکړه

سوداګرۍ وزارت مېرمنو ته د اسلامي اصولو په پام کې نیولو سره د سوداګرۍ اجازه ورکړه

ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۴مه نېټه) د افغانستان ا.ا د سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، چې د نوې سوداګریزې تګلارې په عملي کېدو سره به تر یوه بریده د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.
د یاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري یوې خبري غونډې ته ویلي چې له نوې اقتصادي تګلارې سره سم دغه راز ټول بهرني او کورني سوداګر چې په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا ولري، بې له کومې وېرې پانګونه کولی شي.
هغه زیاته کړې ده چې ښځینه سوداګرې هم د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې سوداګریز فعالیتونه کولی شي.
د یادونې ده چې د امریکا له لوري د افغان مالي شتمنۍ کنګل کېدو سره سم د هېوادوالو اقتصادي وضعیت لا ځپل شوی دی او د افغانستان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو د امریکا دا کار غیر عادلانه او له افغانانو سره ښکاره ظلم بللی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس