معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د کنګل پانګې په ازادېدو کې دې د اسلامي همکاریو سازمان مرسته وکړي

د کنګل پانګې په ازادېدو کې دې د اسلامي همکاریو سازمان مرسته وکړي

ګهیځ: نن دوشنبه (د کب ۱۶مه او د مارچ ۷مه نېټه ده) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي تېر ماښام افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او په کابل کې د یاد سازمان د دفتر له رییس محمد سعید العیاش سره لیدلي.
‏ د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان څخه د افغانستان د برمته شوې پانګې په ازادېدو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
طارق علي بخیت په دغه لیدنه کې کابل ته د خپل سفر موخه په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د کنفرانس د پرېکړو عملي کول ښودلي.
دغه راز متقي د اسلامي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو غوښتي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادولو په تړاو دې هلې ځلې وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس