معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد په ۳ هوایي ډګرونو کې رادارونه لګول کېږي

د هېواد په ۳ هوایي ډګرونو کې رادارونه لګول کېږي

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۶مه) د افغانستان د ملکي او هوایي چلند اداره خبر ورکوي چې دوی هغه درې رادارونه تر لاسه کړي چې په تېرې جولای میاشت کې افغانستان ته راوړل شوي وو.
د ملکي او هوایي چلند ادارې پرون ناوخته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې له فرانسې هېواد څخه راوړل شوي رادارونه دوی ته تسلیم شول.
ادارې دغه راز ویلي چې، له ډلې یې یو رادار د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د ځای پر ځای کولو لپاره چمتو شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو رادارونو د لګولو قرارداد د «تالس» په نوم له فرانسوي شرکت سره د ۱۱۲میلیون یورو په ارښت لاسلیک شوی دی.
یاد رادارونه به په کابل، بلخ او هرات هوایي ډګرونو کې نصب شي.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۳ میلادي کال تر پای ته رسېدو مخکې به د رادار ۱۲ سایټونه، چې د هوايي حریم د کنټرول سیستم هم ولري، د افغانستان په ۱۲ برخو کې ولګول شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس