معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستو په اړه له ا.ا د مجمع علمای افغانستان غوښتنه؛ کرزي یې هرکلی کړی

د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانستو په اړه له ا.ا د مجمع علمای افغانستان غوښتنه؛ کرزي یې هرکلی کړی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وري ۲۰مه او د اپرېل ۹مه نېټه ده) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د مجمع علمای افغانستان له خوا د
”افغان دیني علماوو ملي ډیالوگ“ په نوم له شوې غونډې هرکلی کوي.
په دغې غونډه کې د نجونو د پرانستو لپاره غږ پورته شوی. کرزي د دغو عالمانو غوښتنه د افغانستان د خلکو غوښتنه ګڼلې.
هغوی نجونو لپاره زده کړو ته د لاس رسي حق، شرعي حق ګڼلی او ویلي دي چې اسلامي امارت دې نجونو ته د زده کړو دروازې پرانېزيی.
د عالمانو غونډې همدارنګه له ا.ا غوښتنه کړې، چې زده کړو په برخه کې د نجونو پر وړاندې تر پخوا پاتې شرعي مخالفتونه له منځه یوسي او ژر تر ژره داسې چاپېریال چمتو کړي چې د منکراتو مخه په کې نیول شوي وي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر نوي حکومت غږ کړی چې د دې غونډې د عالمانو او هیوادوالو غوښتنې ته درناوی وکړي او سملاسي په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانېزي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس