معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سرو زرو د موقت صدور کړنلاره تایید شوه

د سرو زرو د موقت صدور کړنلاره تایید شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۲سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د سرو زرو د موقت صدور کړنلاره تایید شوه

یاده غونډه کې دغه راز نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر د ملي جوازونو پر ورکړې، په دولتي ادارو کې د اوسنیو څراغونو پر ځای د اېل آي ډي څراغونو پر استفادې او یو شمېر نورو اقتصادي موضوعاتو خبرې شوې دي

د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې همدارنګه نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر د ملي جوازونو د ورکړې پر موضوع هم بحث شوی او تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه شوې، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د اترا اداره دې نویو متقاضیانو ته د نوري فایبر ملي جوازونه د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د نړیوالې داوطلبۍ له لارې ورکړي

ویل شوي چې په دې سره به د هېواد ټولو سیمو ته د نوري فایبر شبکه وغځیږي او هېوادوالو ته به په ارزانه بیه او ښه کېفیت انټرنټي خدمات وړاندې شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس