معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د سالنګ د لویې لارې د بیا رغولو چارې روانې دي

د سالنګ د لویې لارې د بیا رغولو چارې روانې دي

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولي ۸مه او د مۍ میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د سالنګونو عمومي رییس قاضي عبید پر خپل ټویټر پاڼه د سالنګونو د لویې لارې د جوړولو له جریانه د خپرو شویو انځورونو سره لیکلي چې، د دغې لارې د جوړولو چارې پر مخ روانې دي.
که څه د تېرو حکومتونو پر مهال هم دغه لار اساسي نه ده رغول شوې خو له تېر ژمي وړاندې اسلامي امارت حکومت دغه لار د لنډمهال لپاره جوړه کړې وه خو اوس یو ځل بیا دغه لار د ډېر خرابوالي له امله کنډې کپرې ده.
خو عبید لیکلي چې د سالنګ د لویې لارې د اساسي رغولو چارې به هم پیل شي.
سالنګ د شمال او شمال شرق شاوخوا ۹ ولایتونو له پلازمینې کابل سره نښلوي او د شېرخان له ترانزیتي بندره هم کابل او نورو ولایتونو ته وارد شوي سوداګریز توکي را رسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس