معماری
خانه / ژورنالیزم / د بیان د آزادۍ اړتیا

د بیان د آزادۍ اړتیا

د بیان د آزادۍ اړتیا
عبدالقیوم ساپی، په ننګرهار کې د خراسان خصوصي پوهنتون د ژورنالیزم استاذ
سریزه:
د بیان آزادي د ټولو انساني آزادیو بنسټ بلل کېږي. ددې آزادۍ په مټ یو شمېر نورې آزادۍ خوندي کېږي چې په پایله کې یي په ټولنه کې د یو شمېر بې عدالتیو مخه نیول کېږي.
په اوسني پېر کې تر بل هر وخت د بیان د آزادۍ اړتیا محسوسه ده، په ډېموکراتیکو نظامونو کې د بیان آزادۍ ته ژمنتیا یو اصل ګڼل کېږي.
د فرانسې د ۱۷۸۹ میلادي کال د بشر حقونو او ښاریانو د اعلامیې په ۱۶ ماده کې راځي چې: “په هره ټولنه کې چې د افرادو حقونه نه وي تضمین شوي، هغه ټولنه هېڅ اساسي قانون نه لري.”
اطلاعاتو ته د لاسرسي او د بیان د آزادۍ حقونه په اوسنیو ټولنو کې اړتیا ده او دې اړتیا ته په کتو باید د ټولنې وګړیو ته ددې حقونو په مهیا کولو کې د وخت نظامونه هڅې وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو تر دورې وروسته په پراخه کچه بېلابېلې غږیزې، انځوریزې او په کرښه رسنۍ رامنځته شوې، دولت چې کله د خپلو لاسته راوړنو یادونه کوي نو د بیان آزادي او د رسنیو په برخه کې پرمختګ یي په سر کې وي.
د بیان آزادي اصلاً یوه وسیله ده چې په دې سره د حق خاوند خپل غږ د واکمن ترغوږونو پوري رسوي، د دغه تعریف پر بنا د بیان آزادي د هر انسان یو مشروع او روا حق بلل کېږي.
د بيان آزادي او د نظر آزادي؛ د بشري حقونو په نړیوال قانون کې په رسمیت پېژندل شوي بشري حقونه دي.
د څېړنې اهمیت:
د بیان آزادي چې د نورو ټولو آزادیو بنسټ ګڼل کېږي تر بل هر وخت یي اړتیا جوته ده، همدې اړتیا ته په کتو لازمه ده چې د ټولنې وګړیو ته د نظر د اظهار حق په ورکړه کې دولتونه د یوې ځانګړې تګلارې له مخې خپلې هڅې ونه سپموي.
که د بیان د آزادۍ پر وړاندې کوم خنډونه وي، په ګوته کول به یي مرسته وکړي چې دولتونه ورته متوجې او د له منځه وړلو په برخه کې یي رغنده اقدامات تر سره کړي.
که دا ومنو چې رسنۍ تر بل هر ارګان زیات د بیان له آزادۍ ګټه پورته کوي، نو لازمه ده چې په دې برخه کې نویو او تازه کارو ژورنالیستانو ته د بیان د آزادۍ اصلي څېره وښودل شي، تر څو په عملي مسلکي ډګر کې د ستونزو ښکار نه شي.
که څه هم زموږ په قوانینو کې د بیان د آزادۍ د خوندیتوب وړاندوینه شوې خو لا هم افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د بیان د آزادۍ پر وړاندې پکې بې شمېره خنډونه لیدل کېږي، ددې خنډونو له منځه وړل ایجابوي چې په یاده موضوع څېړنې تر سره شي.

د بیان آزادي:
د بیان آزادي د انسان له طبیعي حقونو او د نورو آزادیو مور یا بنسټ بلل کېږي. که چېرې په یوه ټولنه کې د بیان آزادي نه وي نو ښکاره ده چې د انساني ټولنې آزادي هلته سلب شوې او په ټولو برخو کې یې محدودیتونه رامنځ ته شوي.
د انسان د فکر، عقیدې او نظریې آزادۍ ته د بیان آزادي وايي او دغه آزادي تر هغه وخته پورې خپلواکه ده چې د هېواد ملي امنیت، خصوصي حریم او ملي ګټې ونه ګواښوي: آزادي په درېیو عمومي برخو وېشلې ده.
الف: اساسي آزادي (د ژوند کولو آزادي، د تګ راتګ آزادي، خصوصي حریم آزادي او داسې نور….).
ب: فکري آزادي (د بیان آزادي، د عقېدې آزادي، د رسنیو آزادي، د مذاهبو آزادي او داسې نور….).
ج: اقتصادي آزادي (د کار آزادي، د پانګې اچونې آزادي، د اعتصاب آزادي او داسې نور….).
د بیان آزادي چې د فکري آزادۍ په ډله کې راځي له کلونو راهیسې یې خپل ارزښت ساتلی دی او په ټولنه کې یې اغېزمن رول لوبولی دی.
د بیان آزادي د اسلام د مقدس دین په رامنځ ته کېدو سره پیدا شوې، د اسلام له پېل راهیسې هر مسلمان دا حق درلود چې خپله هره ستونزه په آزادانه توګه خلیفه او یا د خپلې سیمې مشر ته ووایي او هېچا دا حق نه درلود چې د یو کس د خبرې، نظر او فکر د اظهار مخنیوی وکړي. خو یو شمېر پوهان بیا د بیان آزادي د اتلسمې پېړۍ زېږنده بولي او وایي چې تر دې وړاندې په لیکلې بڼه په هېڅ قانون یا نسخه کې د بیان آزادۍ د کلمې یادونه نه ده شوې.
د بیان آزادي د افغانستان په قوانینو کې:
د افغانستان د اساسي قانون (۲۴)ماده د بیان آزادۍ ته ځانګړې شوې، او په کې لیکل شوي “د بیان آزادي له تېري څخه خوندي ده، هر څوک حق لري چې خپل فکر د وینا، انځور او یا نورو وسیلو له لارې، په دې اساسي قانون کې د راغلو حکمونو په رعایت څرګند کړي، هر افغان حق لري چې د قانون له حکمونو سره سم مطالب، بې له دې چې هغه مخکې له مخکې دولتي مقامونو ته وښایي خپاره او نشر کړي. د مطبعو، راډیو او ټلوېزیون د مطبوعاتو د خپرولو او د جمعي ارتباط په نورو وسایلو پورې مربوط حکمونه د قانون له لارې تنظیمېږي.”
همدارنګه د اساسي قانون په (۱۶) ماده کې راغلي:” په هېواد کې د مطبوعاتو، راډیو او ټلوېزیون خپرونې د هېواد په ټولو مروجو ژبو آزادې دي”.
دغه راز د افغانستان د رسنیو قانون په څلورمه ماده کې د بیان د آزادۍ په اړه داسې لیکل شوي: “هر څوک د فکر او بیان د آزادۍ حق لري”.
د بیان د آزادۍ عناصر:
د بیان آزادي چې د هر انسان طبیعي حق دی د ټولنې د پرمختګ لپاره مهم اصل ګڼل کېږي. دغه آزادي نه یوازې په سیاسي ډګر کې اغېزمنې پایلې درلودلې دي، بلکې په کلتوري، اقتصادي، علمي، ادبي او نورو برخو کې یې ډېر پرمختګ کړی دی. د بیان آزادي دوه مهم عناصر لري:
الف) د فکر او عقیدې آزادي: په تېرو برخو کې یادونه وشوه چې د بیان آزادي د ټولو آزادیو اصل او بنسټ دی او دغه آزادي د فکر او عقیدې زېږنده ده. هر هغه څه چې انسان یې په ټولنه کې ویني او په اړه یې تبصره، تحلیل او یا نیوکه کوي د فکر او عقیدې آزادي بلل کېږي.
ب) د اطلاعاتو آزادي: که خپلواکې رسنۍ اطلاعاتو او معلوماتو ته په آزادانه ډول لاسرسی و نه لري او په دې برخه کې له خنډونو سره مخ شي د بیان آزادي سلبېږي او رسنۍ په رښتیني ډول خپله دنده پر مخ نه شي بیولی. د اطلاعاتو آزادي بیا په دوه ډوله ده.
۱-د اطلاعاتو د لاسته راوړنې آزادي:په دې برخه کې رسنۍ ته حق ورکول کېږي چې په آزادانه ډول اطلاعات او معلومات تر لاسه کړي، که یوه رسنۍ د یوې پېښې او یا موضوع په اړه هر ډول معلوماتو ته اړتیا ولري دولتي ارګانونه اړ دي چې معلومات ورسره شریک کړي خو پرته له هغو مواردو چې په قانون کې یې یادونه شوې وي.
۲- د اطلاعاتو د خپرېدو آزادي: د رسنیو له خوا تر لاسه شوي معلومات باید له خپرېدو مخکې د دولت له خوا سانسور نه شي. رسنۍ د قانون له مخې د اطلاعاتو په خپرېدو کې د بشپړې آزادۍ درلودونکي دي او که خپرېدونکي مطالب یې د حکومتونو له خوا وکتل شي آزادي له منځه ځي.
د بیان د آزادۍ اړتیا:
وړاندې له دې چې د بیان د آزادۍ پر اړتیا بحث وکړو لازمه ده لومړی په ټولنه کې د رسنیو نقش وپېژنو.
په ټولیزه توګه په ټولنه کې رسنۍ درې لوی نقشونه لري:
– منفي نقش
– مثبت نقش
– منفعل نقش
رسنۍ همدې نقشونو ته په کتو په ټولنه کې د تیت او پرک قومونو تر منځ د یوالي او اتحاد په برخه کې فعاله ونډه لري، همدا راز د آزادو رسنیو لویه ځانګړنه د ټولنیز شعور رامنځته کول دي.
رسنۍ په ټولنه کې د نظارت، اطلاع ورکونې، تعلیم ورکونې، رهبري کونې دندې په غاړه لري چې دا ټول یې د بیان له آزادۍ پرته ممکن نه دي.
که څه هم چې د بيان د آزادۍ په هکله نړيوال تضمينونه يوازې په څو کرښو کې په لنډه توګه شتون لري او پدې اړه د اساسي قانون تضمينونه اوږده دي او په خپله همدا حق پېچلی دی. دا د يو شمېر دليلونو لپاره يوه قضيه ده. د بيان د آزادي حق له هغو شيانو سره اړيکه لري چې په ډېرو کمو حالتونو کې د محدوديتونو اجازه ورکړل شوې ده، ترڅو عامې او شخصي مهمې ګټې خوندي وساتل شي. د بېلګې په توګه له افتراء څخه ځان خوندي ساتل د بيان د آزادۍ د منعې کولو لپاره په نړيواله توګه د يوه قانوني دليل په توګه پېژندل شوی دی او د اعتبار او شهرت د ساتنې اهميت ورکړل شوی دی اوکېدای شي د بيان بالقوه زيان د اعتبار او شهرت ساتنې ته ورسېږي.
همدارنګه د بيان آزادي يو مثبت حق دی او دولتونه بايد په هغه کې له مداخلې څخه ځان وژغوري خو بايد داسې مثبت سيسټمونه ورته رامنځته کړي چې له لارې يې د بيان آزادي په بشپړه توګه وکارول شي. د معلوماتو ترلاسه کولو په هکله د قانون د تصويب د منلو او پلي کولو يوه اړتيا داده چې افرادو ته هغو معلوماتو ته د لاس رسي حق ورکړل شي کوم چې د عامه بنسټونو په واسطه ساتل شوي دي، دا د بيان د آزادۍ د مثبت حق په هکله يوه غوره بېلګه ده.
بالآخره د بيان آزادي د رسنيو د قانون د تصويب په هکله يو مهم مفهوم لري. دا يو منل شوی حقيقت دی چې د رسنيو اړوند قانون ځينې تصويبونه اړين دي ترڅو عامو خلکو ته د معلوماتو آزاد جريان پرمختګ وکړي او همدارنګه ډاډ رامنځته شي چې رسنۍ کولای شي خپل پټ ځواک ته د اړيکو د وسيلې په توګه ادامه ورکړي.
که نن ورځ وګورو هېڅ داسې یوه ټولنه به پیدا نه شی چې هلته رسنۍ او مطبوعات فعالیت نه کوي او دا په دې دلیل چې انسانان یو له بل سره مختلفې اړیکي او روابط لري او د دغو اړیکو او روابطو د فعال ساتلو په برخه کې رسنۍ تر ټولو مهم او اساسي رول لري، ځکه همدا رسنۍ دي چې انسانان یو له بل د کړنو او فعالیتونو څخه خبروي، له بلې خوا که وګورو نن ورځ په نړیواله سطحه دولتونه یو له بل سره هر اړخیزي اړیکي لري او ددې اړیکو په پاللو او ساتلو کې هم رسنۍ رغنده رول لري.
ددې ترڅنګ که په تاریخي لحاظ هم د رسنیو رول ته ځیر شو نو پوهېږو چې رسنۍ د ډېرې پخوا زمانې راهیسي په انساني ټولنه کې شتون لري او د هغه وخت ستونزو او مشکلاتو په حل او فصل کې مهمه برخه اخیستې، همدا وجه وه چې د هغه وخت استبدادي حکومتونو د رسنیو په فعالیت باندی بندیز وضع کړی ؤ او رسنیو ته یې د آزاد فعالیت اجازه نه ورکوله، دا ځکه چې رسنیو د هغوی د نادرستو سیاستونو په اړه ملت ته معلومات ورکول او عام افراد یې د هغوی د کړنو او فعالیتونو څخه خبرول، چې د رسنیو دا ډول کړنه د هغه وخت د حکومتونو او نظامونو د ګټو سره په ټکر کې وه او په ضمن کې د هغوی د نا مشروع کړنو مخنیوی یې هم کاوه، ددې ترڅنګ که نن ورځ هم د رسنیو اهمیت ته وکتل شي نو دا به څرګنده شي چې رسنۍ په اوسنۍ معاصره ټولنه کې یو حیاتي اهمیت او ارزښت لري او دا په دې دلیل چې په نړۍ کې کوم تحولات او بدلونونه راځي که هغه په سیاسي برخه کې وي، که په اقتصادي، نظامي، فرهنګي، او نورو برخوکې وي د همدې رسنیو په واسطه د ټولنې افراد ترې خبریږي او ټول ورځني مهم واقعات او پېښي د مطبوعاتو په وسیله په کې منعکس کېږي.
په ټولنه کې د بیان د آزادۍ خنډونه(موانع):
په یو شمېر ټولنو کې د نویو او تازه فعالیتونو په وړاندې د خلکو خنډونه رامنځ ته کېږي چې تر ډېره دغه کار په وروسته پاتې هېوادونو او ټولنو کې ښه وده کړې ده. دغه خنډونه د دې لامل کېږي چې د بیان آزادي له ستونزو سره مخ شي.
الف) جهل او ناپوهي: د ټولنې د وروسته پاتې کېدو یو لامل جهل او ناپوهي ده او دغه عناصر د نورو مسایلو تر څنګ د بیان او رسنیو د آزادۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي، ځیني کسان په خپلو خرافاتي افکارو ټینګ درېږي او د نویو او تازه افکارو د خپرېدو مخنیوی کوي چې په پایله کې د بیان آزادي له منځه ځي.
ب) استبداد: د استبداد کلمه یوازې په نظامونو پورې تړلې نه ده، بلکې په کورنیو او ټولنو کې هم استبداد ډېری کسان د بیان د آزادۍ څخه محروموي. د استبداد او جبر له امله په خلکو کې وېره پیدا کېږي او له امله یې هغه کسان چې د بیان او وینا استعداد لري له آزادانه وینا څخه ډډه کوي.
ج) تعصب: د یو شمېر لرې پرتو سیمو او ټولنو اوسېدونکي په بېلابېلو برخو کې د نورو سیمو له وګړو سره تعصب کوي. دغه تعصب په ژبني، نژادي، سمتي او نورو برخو کې د بیان د آزادۍ پر وړاندې خنډونه جوړوي او د رښتینې وینا د مخنیوي لامل کېږي.
د) د حقیقت پټول:‌‌ د ځینو ټولنو خلک د ناپوهۍ او یا نورو مسایلو له امله حقایق پټوي. دوی کوښښ کوي چې د خپلې ټولنې ناوړه دودونه، فعالیتونه او نور نظرونه او پرمختګونه پټ کړي د بیان آزادي او د رسنیو آزادي هم له ستونزو سره مخ کېږي او د پرمختګ پر وړاندې یې موانع رامنځ ته کوي.
پایله:
د پایلې په توګه ویلای شو چې په ډېموکراتیکو ټولنو کې د نظر د اظهار لپاره د بیان آزادي یو اړین امر دی چې په پایله کې یي په هېوادونو کې رسنۍ تقویه کېږي او کله چې رسنۍ تقویه شي کولای شي په ټولنه کې خپل سپېڅلی رسالت تر سره کړي.
رسنۍ کولای شي په ټولنه کې د جرمي اعمالو په مخنیوي کې هم مؤثر رول ولوبوي، ځکه د همدې رسنیو له لارې په مسلسله توګه قوانین اعلانیږي چې په پایله کې خلک د همدې قوانینو په اړه پوهاوی تر لاسه کوي او کله چې افراد په دې پوه شي چې دا عمل د قانون پر اساس جرم دی او د اجرا په صورت کې به د ناوړه عکس العمل سره مخامخ شم، نو بیا دا فرد ددې هڅه نه کوي چې جرمي اعمال په ټولنه کې سرته ورسوي او له بلي خوا به خلک د ښو او نېکو اعمالو اجرا ته هم تشویق شي.
وړاندیزونه:
۱: دا چې په اوسنۍ ټولنه کې د بیان د آزادۍ اړتیا جوته ده نو لازمه ده چې ډېموکراتیک نظامونه د خپلو اتباعو لپاره د بیان آزادۍ په مهیا کولو کې لازمه همکاري وکړي.
۲: د بیان د آزادۍ پر وړاندې کوم خنډونه چې مو په دې مقاله کې یاد کړل باید له منځه یوړل شي چې په دې برخه کې خپله رسنۍ هم رول لوبولی شي.

ماخذونه:
۱: احمدی، بابک، مارکس و سیاست مدرن، تهران ۱۳۹۷
۲: اسیرواتم ایدی و میسرا کی.کی، نظریه سیاسی، دهلی نو ۲۰۰۵
۳: جی گنز، هربرت، دموکراسی و خبر، ترجمه ای علی رضا دهقانی، تهران ۱۳۹۲
۴: دکتر انصاری، باقر، حقوق رسانه ها، تهران،۱۳۹۰
۵: رندال،دیوید، روزنامه نگاری حرفه ای، مترجم علی اکبر قاضی زاده، چاپ تهران،۱۳۹۳
۶: گیدنز، انتونی، جامعه شناسی، ترجمه، منوچهر صبوری، تهران ۱۳۷۶
۷: مستقیمی، حسین، نقش آفرینی رسانه ها در جامعه دانایی، تهران۱۳۹۰

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس