معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړېږي

د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړېږي

ګهیځ: نن سې شنبه (د سلواغې ۱۹مه) بهرنیو رسنیو ویلي چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو غونډه د چین په پلازمېنه بیجینګ کې جوړه شي او دغه هېواد به یې کوربه توب کوي.
په دې غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت او روانو چارو خبرې کېږي. د دې لړۍ مخکینۍ غونډه په اسلام اباد کې جوړه شوې وه.
د افغانستان په تړاو په دې غونډه کې به د روسیې، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي. تر اوسه معلومه نه ده چې له افغانستان به هم کوم پلاوی دې غونډې ته وبلل شي کنه، خو په مخکینۍ غونډه کې یې له افغانستان څوک نه وو بلل شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس