معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د افغانستان روان بشري ناورین؛ شهباز وايي د سیمې ټول هېوادونه به اغېزمن کړي

د افغانستان روان بشري ناورین؛ شهباز وايي د سیمې ټول هېوادونه به اغېزمن کړي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د غوايي یا ثور ۸مه او د اپرېل ۲۸مه نېټه ده) د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره په یوه ناسته کې د افغانستان پر مسئله غږېدلی دی.
د شهباز په وینا، په افغانستان کې بشري ناورین روان دی او د ټولو اسلامي هېوادونو مسوولیت دی چې د دغه ناورین په ختمولو کې ونډه واخلي.
هغه ویلي د دې ناورین ناوړه پایلې به هرو مرو د پاکستان او ایران په څېر د افغانستان نږدې ګاونډيان حس کړي، نو له همدې کبله ټولو ته په کار ده چې په دغه هېواد کې د وضعیت د رغېدو او اقتصادي همکاریو لپاره ژمنتیا وښيي.
هغه همدا راز ویلي چې په سیمه کې باید له افغانستان سره د مرستو لپاره یوه واحده ډله رامنځ ته شي څو د افغانانو د ژغورنې لپاره هڅه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس