معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / دفاع وزارت یو ځل بیا د چا پر ضد د افغان خاورې د نه کارولو په ناړه ډاډ ورکړ

دفاع وزارت یو ځل بیا د چا پر ضد د افغان خاورې د نه کارولو په ناړه ډاډ ورکړ

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ/سرطان ۳۰مه او د جولای میاشتې ۲۱مه نېټه ده) د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي چې ا.ا به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
نوموړی د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ ته تللی او هلته یې د ډیورنډ له فرضي کرښې څخه لیدنه کړې.
دفاع وزیر له کرښې د لیدنې پر مهال ویلي، چې افغانستان له ګاونډیو او د نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او ډاډ ورکوي چې افغان خاوره به نه اوس او نه هم په راتلونکي کې د بل هېواد پر ضد وکارول شي.
ملا یعقوب مجاهد ټینګار کړی، چې افغانستان د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نورو هېوادونو ته به هم اجازه ورنه کړي چې د افغانستان ملي ګټې وګواښي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس