معماری
خانه / ګهیځ نیوز / داعش له خوا د افغانستان له خاورې پر ازبکستان د برید ادعا؛ دواړه هېوادونه یې بې بنسټه بولي

داعش له خوا د افغانستان له خاورې پر ازبکستان د برید ادعا؛ دواړه هېوادونه یې بې بنسټه بولي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وري یا حمل ۳۱مه او د اپرېل ۲۰مه نېټه ده) داعش یا اسلامي دولت ډلې د وري پر ۲۹مه ادعا کړې وه چې د دې ډلې خراسان څانګې غړو له حیرتان څخه د ترمذ پر پوځي پوستو راکټي بریدونه کړي.
خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعاوې رد کړې.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “اسلامي امارت د یوه مسوول حکومت په توګه خپلو ټولو ګاونډیانو ته ډاډ ورکوي، چې افغان پوله ساتي ځواکونه د افغانستان پولې له نږدې څاري او هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې امنیت ګډوډ کړي”.
د ازبکستان دفاع وزارت هم دغه د داعش ډلې دغه ادعا ردوي او وايي، چې له افغانستان سره ګډه پوله د دوی له لوري په بشپړه توګه کنټرولېږي او پر خاوره هېڅ برید نه‌ دی شوی.

د ازبکستان دفاعي چارواکو همداراز له خپلو اوسېدونکو غوښتي چې په ناسمو راپورونو باور ونه‌کړي او یوازې د دې هېواد په باوري او رسمي سرچینو دې تکیه وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس