معماری
خانه / ګهیځ نیوز / حکومت د ټرانسپورټ د تنظیم لپاره نوې طرحه جوړه کړې

حکومت د ټرانسپورټ د تنظیم لپاره نوې طرحه جوړه کړې

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولي ۲۴مه او د جون میاشتې ۱۴مه نېټه ده) تېره ورځ د حکومت د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې، چې مشري یې د رییس الوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر کوله، دغه طرحه یې تصویب شوه.
د ا.ا مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر ټویټر لیکلي، چې د تصویب شوې طرحې له مخې به په سرحدي بندرونو کې د باروړونکو موټرو د نوبت د تنظیمولو له مورد پرته د دې طرحې نور ټول مواد د شپږو میاشتو لپاره په آزمایښتي ډول عملي کېږي.
حکومت هیله من دی چې د ټرانسپورټ د تنظیم د نوې طرحې په عملي کېدو سره به په کال کې شاوخوا دېرش ملیارده افغانۍ ملي بودجې ته راټولې شي.
د ټرانسپورټ د سمون له لارې د عوایدو د زیاتوالي دغه طرحه داسې مهال تصویبوي چې په دې وروستیو کې یې د کانونو د قرارادادونو، د ګمرګي تعرفو او نورو لارو د کورنیو عوایدو د زیاتوالي لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس