معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / حکومت د اوبو رسونې د ۹۸ جلا جلا پروژو تړونونه لاسلیک کړل

حکومت د اوبو رسونې د ۹۸ جلا جلا پروژو تړونونه لاسلیک کړل

ګهیځ: د اسلامي امارت د کليو او پراختیا وزارت د ۳۵۷ ملیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې د ۹۸بېلابېلو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه تړونونه د یاد وزارت د سرپرست او د ۲۷ ولایتونو اړوند د کلیو د پراختیايي شوراګانو تر منځ لاسلیک شوي دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د دې پروژو په پلي کېدو سره به شاوخوا ۱۸۳۰۰۰ کسان د څښاک د اوبو او روغتیا ساتنې له اسانتیاوو برخمن شي او د یادو پروژو د جوړولو چارې به د ځايي خلکو لپاره به د ۳۰۵۰۰۰ په شاوخوا کې کاري ورځې رامنځته کړي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د اوبو رسولو یادې پروژې په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې د ریاست له لوري تطبیق او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یونېسف له خوا تمویل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس