معماری
خانه / ګهیځ نیوز / تر ۱۹ کلونو کم عمره افغان کرېکټ لوبډلې په نړیوال جام سیالیو کې پاپونیوګیني ته ماتې ورکړه

تر ۱۹ کلونو کم عمره افغان کرېکټ لوبډلې په نړیوال جام سیالیو کې پاپونیوګیني ته ماتې ورکړه

تر ۱۹ کلونو کم عمره افغان کرېکټ لوبډلې په نړیوال جام سیالیو کې پاپونیوګیني ته ماتې ورکړه
ګهیځ: نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۹مه) تر ۱۹ کلونو کم عمره افغان کرېکټ لوبغاړو په نړیوال جام سیالیو کې پرون (د مرغومي ۲۸مه) پاپوا نیوګیني لوبډلې ته د ۱۳۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرېکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک د دې لوبې په اړه ویلي: “د افغانستان نولس کلنو څخه کم عمره لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې پاپو نیوګیني لوبډلې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه او ان شاالله په را روانو لوبو کې به هم د افغانستان لپاره د پام وړ لاسته راړونې ولري تر دې وروسته له پاکستان او زیمبابوې سره خپلې لوبې ترسره کوي.”
افغان لوبډله به سبا (پنجشنبه) له پاکستان سره او د شنبې په ورځ له زیمبابوې سره لوبه وکړي.
د یو ورځنیو لوبو دا نړیوال جام په ویسټ انډیز کې د جنورۍ په ۱۴مه پیل شو چې د فبرورۍ تر ۵مې به دوام کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس