معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ترکيه له ۳۶۰زيات نور افغان کډوال له خپلې خاورې باسي

ترکيه له ۳۶۰زيات نور افغان کډوال له خپلې خاورې باسي

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ ۱۵مه او د جولای میاشتې ۶مه نېټه ده) د ترکیې د اناتولیا خبري آژانس د راپور له مخې ۳۶۳ افغان کډوال د دې هېواد چارواکو استانبول ته لېږدولي چې له هغه ځایه یې افغانستان ته واستوي.
دغه افغان کډوال د ترکیې په ادیرنه ښار کې نیول شوي دي.
د راپور له مخې دغو افغانانو چې په غیر قانوني توګه یې په دې ښارکې ژوند کاوه، له همدې امله چې د استوګنې قانوني اجازه یې نه ‌لرله، بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.
خو دا نه ‌دي ویل شوي چې دوی به کله افغانستان ته لېږل کېږي.
ترکیې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی.
د غوايي په میاشت کې یې ۲۲۷ افغانان ایستلي و او هغه مهال یې ویلي وچې له غیر قانوني کډوالو سره به جدي چلند کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس