معماری
خانه / ګهیځ نیوز / بهرني پانګوال؛ روسي او ترکي کمپنیو د برښنا تولید برخه کې د پانګونې وړاندیزونه کړي

بهرني پانګوال؛ روسي او ترکي کمپنیو د برښنا تولید برخه کې د پانګونې وړاندیزونه کړي

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولي ۲۴مه او د جون میاشتې ۱۴مه نېټه ده) افغان حکومت وايي، روسي او ترکي کمپنۍ غواړي چې په افغانستان کې د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
د اوبو او برښنا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د خمیس مخیانوف په نوم د یوې روسۍ کمپنۍ استازي د یاد وزارت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، دوی غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي او د ډبرو له سکرو څخه برښنا تولید کړي.
د اوبو او برښنا وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي، دا شان د ایمین الکترسیتي په نوم د یوې ترکي کمپنۍ مسوولانو هم د یاد وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې دوی غواړي په افغانستان کې د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي، خو دا یې نه دي ویلي، چې دوی به له کومو منابعو څخه په استفادې برښنا تولیدوي.
په وروستیو میاشتو کې د ا.ا امارت ویلي، چې ګڼو بهرنیو کمپنیو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې، خو په تېرو لسو میاشتو کې هېڅ یوې بهرنۍ کمپنۍ په افغانستان کې عملاً پانګونه نه ده پیل کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس