معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلینکن: م.م او سور صلیب دې افغانانو سره مرستې ډېرې کړي

بلینکن: م.م او سور صلیب دې افغانانو سره مرستې ډېرې کړي

ګهیځ: نن شنبه (د مرغومي ۲۵مه) امریکا پر ملګرو ملتونو او نړیوال سره صلیب غږ کړی چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له مشر او دغه راز د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر سره یې په افغانستان کې پر روان وضعیت او بشري مرستو خبرې کړې دي.
بلینکن وايي په دې خبرو کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام او د هڅو پر همغږي کولو ټینګار شوی دی. هغه زیاته کړې چې امریکا د افغانستان د خلکو ساتنې او له دوی سره بشري مرستو ته ژمنه ده او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
بلینکن تېره ورځ هم په یوه مرکه کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس