معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ا.ا: کورنۍ بودجه د امنیتي بنسټونو ټولې اړتیاوې پوره کولی شي

ا.ا: کورنۍ بودجه د امنیتي بنسټونو ټولې اړتیاوې پوره کولی شي

ګهیځ: نن شبنه (د کب ۱۴مه او د مارچ ۵مه نېټه ده) د افغانستان د ا.ا د ریاست الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، د دوی کورنۍ بودجه د امنیتي بنسټونو لپاره بسنه کوي.
حنفي نن په کابل کې د پولیسو له اکاډمي څخه د سلګونو پولیسو فراغت غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې ا.ا په نړیوالو نورمونو د برابرو پولیسو جوړولو ته ژمن دی.
هغه زیاته کړې ده چې ا.ا د خپلو امنیتي ارګانونو ملاتړ او تجهیز ته چمتو دی او په وینا یې، د افغانستان کورنۍ بودجه د امنیتي بنسټونو د ټولو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا لري.
هغه دغه راز زیاته کړې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم په ټول هېواد کې سراسري امن راغلی دی او هر څوک بې له کومې وېرې خپل ژوند ته ادامه ورکوي.
حنفي ټینګار کړی دی چې ا.ا به د هېواد د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس