معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ا.ا: په بلخاب کې ملکي وګړو ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتې

ا.ا: په بلخاب کې ملکي وګړو ته هیڅ ډول تلفات نه دي اوښتې

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ یا سرطان ۷مه او د جون میاشتې ۲۸مه نېټه ده) ا.ا د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو په اړه د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار ادارې راپور رد کړ.
د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه (دوشنبه، د چنګاښ۶مه) پر خپل ټوېټر لیکلي چې په بلخاب کې د ملکي وګړو د وژنې په اړه د بخښنې نړیوال سازمان راپور بې بنسټه دی.
تر دې وړاندې د بخښنې نړیوال بنسټ او د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي وو، چې د بلخاب په ولسوالۍ کې د ا.ا امارت ځواکونو د غچ اخستو په لړ کې ولسي خلک اعدام او په ډله ییزه توګه وژلي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس