معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ا.ا د افغانستان په اړه د بریتانیا له دریځه هرکلی کړی

ا.ا د افغانستان په اړه د بریتانیا له دریځه هرکلی کړی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غبرګولي یا جوزا ۳۰مه او د جون میاشتې ۲۰مه نېټه ده) بریتانیا وايي، له هغه چا ملاتړ نه کوي چې غواړي د جنګ جګړو له لارې په افغانستان کې د سیاسي بدلون راوستل غواړي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفیر هوګو شارتر، چې دمګړۍ په دوحه کې مېشت دی، وايي تاوتریخوالی او مرګ ژوبله نه د افغانستان او نه هم د نړیوالې ټولنې په ګټه ده.
هغه ویلي، هېواد یې د سیاسي ګټې د تر لاسه کولو په موخه د تاوتریخوالي په رامنځ ته کولو کې د هیچا ملاتړ نه کوي او نه پرېږدي چې څوک دې د بریتانیا په خاوره کې د دغې خوخې لپارخه چمتوالی ونیسي.
ا.ا د بریتانیایي ډیپلوماټ له څرګندونو هرکلی کړی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل ویلي، ا.ا د بریتانیا له دریځه هرکلی کوي او وايي، چې دا درک چې په افغانستان کې سوله او ثبات یوازې د افغانستان نه بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم ګټور دی، د ستاینې وړ دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس