معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ا.ا د اسلامي هېوادونو د همکاریو له سازمانه د مرستې غوښتنه کړې

ا.ا د اسلامي هېوادونو د همکاریو له سازمانه د مرستې غوښتنه کړې

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وري ۲۹مه او د اپرېل ۱۸مه نېټه ده) د رییس الوزراء مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسلامي هیوادونو د همکاریو له سازمان څخه د مرستو غوښتنه کړې ده.
دا خبره د رییس الوزراء د دفتر پر ټویټرپاڼه شوې.
دفتر وايي مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د یاد سازمان د خوړو خوندیتوب سازمان له مشر يرلان بادويلت سره لیدنه کې ویلي چې دغه سازمان باید له افغانستان سره خپلې مرستې او همکارۍ زیاتې کړي.
هغه ویلي چې ۴۰ کلنې جګړې افغانستان ته په بېلابېلو برخو کې زیانونه رسولي او په خبره یې د اسلامي همکاریو سازمان دې له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره افغانستان ته د مرستو اوږه ورکړي.
یرلان ویلي، چې ټول غړي هېوادونه له افغانستان سره مرستې ته ژمن دي، هغه ویلي : ”د عاجلې ځواب وينې پروګرام تر چتر لاندې له مرستندویه هيوادونو سره د بشري مرستو پر زياتولو کار کوو”.
د خوړو نړیوال سازمان په دغه پلاوي په افغانستان کې د قزاقستان سفیر هم حضور درلود.
هغه په هېواد کې د خوړو بحران ته په اشارې ویلي، قزاقستان په پام کې لري چې افغانستان ته د غنمو صادرات بېرته پخوانۍ کچې ته ورسوي او له دې لارې د افغانستان د خوړو خونديتوب سره مرسته وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس