معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / ایران او م.م د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

ایران او م.م د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب لومړۍ نېټه) د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره په افغانستان کې پر روان وضعیت او نورو اړوند مسایلو خبرې کړې دي.
راپورونه وایي چې ایراني لوري په دې لیدنه کې له افغانستان د کډوالو د څپې په اړه اندېښنه ښوودلې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې په دې برخه کې همکاري ورسره وکړي.
دوی همدا راز افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو او دلته د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو هم ټینګار کړی دی.
ملګرو ملتونو ویلي دا اړینه ده چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې شي، د نشه يي توکو د کاروبار مخنیوی وشي او له دغه هېواد د کډوالۍ کچه راټيټه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس