معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اندونیزیا افغانستان ته بشردوستانه مرستې رالېږلې دي

اندونیزیا افغانستان ته بشردوستانه مرستې رالېږلې دي

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۲۰مه) د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت وایي په افغانستان کې د سخت ژمي په را رسېدو سره دوی پرېکړه کړې چې دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ولېږي.
د سرچینې په خبره د مرستو دوه الوتکې له اندونیزیا کابل ته روانې شوې چې بېړنۍ مرستې او ځینې اړین توکي پکې دي.
اندونیزیا همدا راز ژمنه کړې چې له افغانستان سره به خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او د لا ډېرو مرستو تابیا نیسي.
اندونیزیا د هغو هېوادونو له ډلې دی چې تل یې له افغانستان سره د زده کړو، روغتیا او ظرفیت جوړونې په برخه کې پراخې مرستې کړې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس