امر بالمعروف وزارت: د ږیرې نه درلودو په تړاو مو د چا د کار مخنیوی نه دی کړی

ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د وری ۹مه او د مارچ ۲۹مه نېټه ده) د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایی، د دولتی ادارو کارکوونکو ته یې د ږیرې د پرېښودلو، لمانځه کولو یوازې سپارښتنه کړې او په دې اړه یې زور نه دی کارولی.
دغه وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی، چې میاشت وړاندې یې ټولو دولتی ادارو ته مکتوبونه لیږلی و، څو ښځې اداراو ته د راتګ پر مهال حجاب وکړی او نارینه خپل صورت او سیرت په شریعت برابر کړی.
وزارت وایی چې هغه مهال یې له یوې میاشتنی ځنډ وروسته د تعقیب خبر هم ورکړی و. د دوی په وینا هغه کارکوونکی چې مکتوب ته یې نظر نه و کړی، د څو دقیقو لپاره درول شوی او سپارښتنه ور ته شوې.
دغه وزارت دا خبره وروسته له هغې کوی، چې پرون یو شمېر دولتی کارکوونکو رسنیو ته وویل، چې کار ته د راتګ په صورت کې باید ږیرې پرېږدی او له لنګوټې او افغانی جامې ولری.
د امر بالمعروف وزارت ویاند، محمد صادق عاکف هم په یوه مرکه کې ویلی، چې دوی د چا د کار مخنیوی نه کوی او په خبره یې یوازې سپارښتنه کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.