معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا په افغانستان کې پر روان وضعیت پوهېږي؛ خو خپل شرایط پلي کوي

امریکا په افغانستان کې پر روان وضعیت پوهېږي؛ خو خپل شرایط پلي کوي

ګهیځ: نن پنجشنبه (د لیندۍ ۱مه) امریکایې چارواکي وایي په افغانستان کې روان وضعیت خواشینوونکی دی، خو تر هغه چې دوی له هر څه ډاډه نه شي کنګل شوې پانګه نه ازادوي.
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي، ټوماس ویسټ له یوې امریکايي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان په هره برخه کې له روان وضعیت خبر دي.
دده په خبره د خلکو له ناوړه اقتصادي وضعیت، د ماشومانو له خوارځواکۍ، د معاشونو له ځنډېدو، ښوونځيو او دندو ته د نجونو له نه تګ او نورو مسایلو خبر دي، خو تر هغه چې په افغانستان کې هر اړخیز ډاډ تر لاسه نه شي د کنګل شوې پانګې ازادول او په رسمیت پېژندلو بهیر به پیل نه کړي.
د ويسټ په وینا دوی ډاډه نه دي چې نوی حکومت به د ښځو حقونه وساتي که نه، دغه راز دوی په تمه دي چې د اسلامي امارت چارواکي له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی وضعیت بوږنوونکی دی او هر هغه څوک پرې ځورېږي چې له افغانانو سره خواخوږي لري، خو نړیواله ټولنه هم خپل شرایط لري چې باید پلي کړل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس