معماری
خانه / ګهیځ نیوز / امریکا هغه کس ته سزا ورکوي چې د افغان جګړې له معلوماتو یې پرده پورته کړې

امریکا هغه کس ته سزا ورکوي چې د افغان جګړې له معلوماتو یې پرده پورته کړې

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د ثور یا غوايي لومړۍ او د اپرېل میاشتې ۲۱مه نېټه ده) برېټانیا غواړي افغانستان کې د امریکايي جګړې د اسنادو بربنډوونکی امریکا ته وسپاري.
د راپورونو له مخې برېټانیا غواړي جولیان آسانژ، چې د ویکي لیکس په نامه د افشا کوونکي سایټ بنسټګر دی، د محاکمې لپاره امریکا ته وسپاري.
جولیان تر ۵۰۰ زره پورې داسې پټ اسناد خپاره کړي وو، چې په هغه کې په افغانستان او عراق کې د امریکا له جګړو او پلانونو پرده پورته شوې وه.
امریکا له برېټانیا غواړي چې دغه کس دوی ته وسپاري ځکه د امریکايي جګړې معلومات یې خپاره کړي او باید په امریکا کې محاکمه شي.
بلخوا برېټانوي حکومت بیا د دغه پرېکړې په اړه له کشمکش سره مخ شوی دی. د بشري حقونو فعالان دا بې انصافي بولي او په دې باور دي چې امریکا ته د جولیان سپارل به د هغه د وژل کېدو او یا ځانوژنې سبب شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس