معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان سوداګرو د د دوی د پانګې په اړه د بایډن وروستۍ پرېکړه ظالمنه بللې

افغان سوداګرو د د دوی د پانګې په اړه د بایډن وروستۍ پرېکړه ظالمنه بللې

ګهیځ: نن دوشنبه (د سلواغې ۴۵مه) وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن د سپټمبر ۱۱مې په قربانیانو د افغان کنګل شوې نیمايي پانګې د وېش پرېکړه وکړه، اوس افغان سوداګر وايي، چې د بایډن دا پرېکړه له افغانانو سره ښکاره ظلم او نا انصافي ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرون یکشنبه (د سلواغې ۲۴مه) په دې اړه یوې خبري غونډه کې د بایډن پرېکړې ته په غبرګون کې وویل، چې دا د افغان ولس پیسې دي او دی دې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وویل، چې هیڅ دولت پر خلکو د افغان پانګې وېشلو واک نه لري: ”دا د هیڅ حکومت صلاحیت نه دی، چې له دې پیسو خلکو ته کمک ورسوي، دا پیسې د افغانستان د پولي ثبات لپاره پوشتیبانه ده، فلحاظا په تاکید وایم چې د دې پرېکړې په اړه تجدید نظر وشي او د افغانستان د خلکو په واک کې د دوی میلیاردونه ډالر پانګه ورکړل شي، څو مشکلات چې د افغانستان پولي سیستم یې لري پرې حل کړو”.
د چارواکو په خبره، امریکا دې د تاوان په ډول افغان پانګه پر خلکو د بشري مرستو په ډول نه وېشي، دا د دوی د اقتصادي ثبات ملاتړې پانګه ده او باید ورکړل شي.
مومند وویل: ”دا پیسې د خلکو د کومک لپاره نه دي، نه غواړو چې د افغانستان ارزي ذخایر او پانګه بې ځایه مصرف کړو، ولږه او تنده به تېره کړو، د دې درې نیم ملیارده ډالرو څخه تقریباً دوه میلیارده ډالره یې په ترانسپورټ، معاشاتو او بې ځایه خرچو مصرفېږي”.
دوی زیاتوي چې د امریکا محاکمې، کانګرېس او نور هېوادونه به د افغان ولس پر وړاندې د امریکا د ولسمشر ظالمانه پرېکړې ته پټه خوله پاتې نشي، دوی ټینګار وکړ چې امریکا یې په هېواد کې د شل کلن حضور په ترڅ کې زرګونه افغانان ووژل، وځپل او له ګڼو ګواښونو سره مخ کړل، ټینګار کوي چې اوس دې د دوی پانګه نه برمته کوي.
د سوداګرۍ او پانګوونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: ”نه یوازې دا چې د امریکايي پارلمان، کانګرېس او بنسټونو څخه مو د خپلو پیسو د ازادولو غوښتنه کوو؛ بلکې ملګرو ملتونو ته مو وړاندیز دا دی چې که غواړي افغان ولس له دې ناورین او بدبختۍ وژغوري نو زمونږ پیسې دې ازادې شي”.
تېره ورځ پخواني ولمسشر حامد کرزي هم پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو پانګه دوی ته وسپاري او پر امریکایي وګړو د وېشلو پرېکړه یې دې بېرته واخلي.
نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې چې بهرنیو او کورنیو رسنیو ته یې خبرې کولې وویل: ”چې د بایډن پرېکړه له ټولو نړیوالو قوانینو او موازینو سره په ټکر کې چاره ده”.
نوموړي وویل چې دا پانګه باید ازاده کړل شي، ځکه دا د افغانستان د خلکو پانګه ده او په هېڅ حکومت پورې اړه نه لري. ښاغلي کرزي نوي حکومت او د افغانستان بانک ته ډاډ ورکړ چې د دې پیسو په راګرځولو کې یې هر اړخیز ملاتړ کوي.
د بایډن دا پرېکړه یوازې په افغانستان کې نه بلکې په خپله په امریکا کې هم له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې.
سلګونه امریکایي وګړو د ټولنیزو رسینو له لارې د خپل ولسمشر پرېکړه غیر انساني بللې او هغه یې په بېلابېلو سپکو الفاظو غندلی دی.
ځینو ورته د ډاکو او ځینو بیا ورته د نړیوال غله لقبونه کارولي دي. په ویلسن څېړنیز مرکز کې د افغانستان د مسایلو څارونکي مایکل کوګلمن هم په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د بايډن دغه پرېکړه غیر انساني او غیر اخلاقي ده چې ان امریکايي وګړي یې هم مخالف دي.
د ده په وینا دا د افغانستان د خلکو پیسې دي او د سپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو کورنۍ هم دا پیسې نه اخلي او غواړي چې افغانستان ته ورکړل شي.
یاده دې وي چې ولسمشر جو بایډن دوه ورځې وړاندې د امریکا په بانکونو کې د افغانستان شاوخوا نهه نیم میلیارده ډالرو کنګل شوې پانګې په اړه اجرایوي فرمان صادر کړ.

د دې فرمان له مخې له یادې شتمنۍ به نیمایي برخه افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ازاده شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس