معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت وايي له تاجکستان لسګونه زره ټنه ګاز واردوي

افغان حکومت وايي له تاجکستان لسګونه زره ټنه ګاز واردوي

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چڼګاښ/سرطان درېیمه او د جولای میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د رییس الوزراء د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د اوبلن ګازو د وارداتو ډېرولو وړاندیز تایید شو.
د ملا عبدالغني برادر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د رییس الوزارء اقتصادي مرستیالي، د عالي مقام ارشد مشاوریت، د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت په ګډه ناسته کې له ترکمنستان څخه د اوبل ګازو د وارداتو ډېرولو په اړه له دغه هېواده د مایع ګاز د واردوونکو شرکتونو ژمنې له هر اړخیزو بحثونو وروسته تایید شوې.
خبرپاڼه زیاتوي، له ترکمنستان سره د لسګونه زره ټنه اوبلن ګازو د شوي قرارداد پر بنیاد به د ګازو واردوونکي شرکتونه ډېر ژر زرګونه ټنه ګاز چې دمګړۍ د افغانستان بندرونو ته رارسېدلي دي، له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د هېواد بازارونو ته وارد کړي.
په خبرباڼه کې راغلي، د دې کچې ګاز په واردېدو سره به د افغانستان په بازارونو کې د مایع ګاز بیې د پام وړ راټيټې شي.
د سرچینې په خبره، ډېر ژر به لسګونه زره ټنه نور اوبلن ګاز هم د هېواد بندرونو ته را ورسېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس