معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغان حکومت مني چې له خاورې یې پر ازبکستان توغندي ویشتل شوي

افغان حکومت مني چې له خاورې یې پر ازبکستان توغندي ویشتل شوي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ ۱۶مه او د جولای میاشتې ۷مه نېټه ده) د ا.ا امارت ومنله چې د افغانستان له خاورې د دوی پر ګاونډې هېواد ازبکستان توغندي ویشتل شوي دي.
د ا.ا مرکزي وياند ذبیح الله مجاهد تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، چې دا چاره د «شریرو کړیو» لخوا د دوو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ د رامنځته کولو په پار تر سره شوې ده.
تر دې وړاندې د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ وياند په دې اړه د ازبکستان ادعا رد کړې وه.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د افغانستان له لوري ویشتل شوي توغندي پر ترمذ سرحدي ښار لګېدلي خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.
ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی حکومت به د دې برید عاملان ونیسي او سزا به ورکړي.
نوموړي په دې اړه ازبکستان ته ډاډ ورکړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس