معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اروزګان کې مېشت کوچیان د روغتیايي مرکزونو له کمښته شکایت کوي

اروزګان کې مېشت کوچیان د روغتیايي مرکزونو له کمښته شکایت کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۷  مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په اروزګان ولایت کې یو شمېر مېشت کوچیان وايي، روغتیايي مرکزونو ته له نه لاسرسي سربېره ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي.

د خبر پر بنسټ دوی ويلي، چې د ژمي په روان موسم کې د سړې هوا له امله یې ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي، خو دوی یې د درملنې توان نه لري.

د اروزګان سیمه ییز مسؤولین بیا د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ په دغه ولایت کې له مېشتو کوچیانو سره د اړینو مرستو د ترسره کولو ډاډ ورکوي.

د دغه ولایت د سیمه ییزو مسؤولینو په خبره دا مهال د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کوچیانو شاوخوا ۴ زره کورنۍ مېشتې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس