معماری
خانه / ګهیځ نیوز / ؛ VOA او BBC ؛ افغان حکومت یې پر ټلویزیوني خپرونو بندیز لګولی

؛ VOA او BBC ؛ افغان حکومت یې پر ټلویزیوني خپرونو بندیز لګولی

ګهیځ نیوز: نن دو شنبه (د وري ۸مه او د مارچ ۲۸مه نېټه ده) د افغانستان نوي حکومت اسلامي امارت په دغه هېواد کې د بي بي سي او امریکا غږ پر ټلوېزیوني خپرونو بندیز لګولی دی.
بي بي سي دا خبره تأیید کړې او ویلي دي چې دوی ته د اسلامي امارت د یادې پرېکړې د لامل په اړه جزئیات نه ‌دي ورکړل شوي.
د بي بي سي یو شمېر پښتو، فارسي او ازبکي خپرونې د افغانستان پر ځینو سیمه‌ ییزو ټلوېزیوني شبکو خپرېدې.
حکومت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.

د امریکا غږ ادارې هم، چې په خپرونو یې بندیز لګېدلی دی، دا پرېکړه یې غندلې ده او له افغان حکومت څخه یې غوښتي چې په دې اړه خپلې پرېکړې ته له سره کتنه وکړي.
د امریکا غږ سرپرستې یولاندا لوپیز په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي دي:«موږ له طالبانو غواړو چې په دې ځوروونکي او بد مرغې پرېکړې بیا کتنه وکړي. »
د امریکا غږ د «اشنا ټلویزون» په نامه افغانستان ته خپرونې لرلې چې د طلوع، طلوع نیوز او لمر تلویزون څخه خپرېدلې. تر دې مخکې د امریکا غږ اشنا تلویزون څه باندې یوه لسیزه د افغانستان ملي تلویزون له لارې خپرونې لرلې.
خو اوس د بي بي سي او امریکا غږ پر دغو خپرونو د اسلامي امارت له خوا بندیز لګول شوی دی.
د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د اسلامي امارت له خوا په افغانستان کې د نړیوالو رسنیو پر خپرونو بندیز غبرګون ښودلی او دا یې یو خواشینوونکی ګام بللی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس